IQNA

په مصرکې د ۲۸۰کلن  کوچني قرآن مخ کتنه

8:52 - December 21, 2023
د خبر لمبر: 3488456
ایکنا- د مصر یوه ښاریز د یوه داسې قرآن کریم  مخ کتنه کړې ده چې  اندازه ئې یوازې درې سینټ میټره  ده او څه دپاسه دوه سوه اتیا کلن دی

ایکنا نیوز د الوطن له قوله راپور راکړ، د اسیوط پوهنتون د جغرافیې استاد سید احمد قاسم یو دومره وړوکی قرآن لری ، چې یوازې درې سینټي میټره اوږد دی او مخینه ئې څه دپاسه دوه سوه اتیا کلونو زیاته ده .  د هغه په وینا، دغه قرآن کابو پنځوس کاله مخکې د هغه خداي بخښلي آنیا ورته ډالۍ کړی دی او  هغې هم دغه قرآن له خپلو نیکونو څخه په میراث کې درلود.

قاسم وائي ، هغه  د زده کړې د بریالیتوب په دلیل د خپلېنیا ترټولو محبوب لمسی  ؤ او له همدې امله ئې  د پلار نیکه میراث کې پاتې شوی محبوب قرآن  هم راته ډالۍ کړ. د اسیوط پوهنتون دغه استاد  ټينګار کوي ،هغه هیڅکله هم حتی ددغه ارزښتمن قرآن د خرڅولو فکر هم  په ذهن کې نه لري  او غواړي،څو په راتلوني کې  ئې له خپل  یوه بچي ته ډالۍ کړي څو د کورنۍ په نورو نسلونو کې  هم د ساتلو دغه بهیر هماغه راز دوام ولري.

قاسم مخکې زیاتوي ،  ددغه قرآن مخینه  دهغه پر جلد د لیکنې په اساس څه دپاسه ۲۸۰ کلنه ده ، دغه واړوکی قرآن  په ترکیې کې دعثماني پړاؤ په وختونو کې چاپ شوی او په یوه واړه ډبي کې کیښودل شوی او  دهغه د لوستلو لپاره باید له دوربین څخه استفاده وشي.

د اسیوط پوهنتون د جغرافیې څانګې دغه استاد  په وینا هغه کله ناکله  ددغه تاریخي مصحف  ته په کتو سره تلاؤت کوي څو ډاډمن شی چې  ورته کوم تاوان نه دی رسیدلی ، ځيني کسان هم  ددغه تاریخي او ارزښتمن قرآن دلیدو  او کله ناکله ئې د تلاؤت لپاره دهغه کور ته ورځي.

https://iqna.ir/fa/news/4188575 

captcha